Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردگ کې په ۴۳میلیونه افغانۍ اووه ښوونځي بیاورغول شول.
۲۴ دلو ۱۴۰۳

میدان‌وردگ کې په ۴۳میلیونه افغانۍ اووه ښوونځي بیاورغول شول.

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې(UNICEF) له لوري د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې ۷ بابه ښوونځي تر بیارغونې وروسته پرانېستل شول.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست له لوري رسنیو ته په رالېږلی شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ښوونځي سږکال د یاد ولایت په مرکز میدان‌ښار او لروپرتو لسوالیو کې بیارغول شوې دي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د یادو ښوونځیو په بیارغونه کې د ښوونځیو احاطوي دیوالونه، لمریزه برښنا سېستم برابرول، د څښاک پاکو سیستم، عصري تشنابونه جوړول او همدارنګه د ودانیو رنګول شامل دي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري ورته ښوونځي بیارغول شوې دي.

مطالب

میدان‌وردگ کې
په ۴۳میلیونه افغانۍ
اووه ښوونځي بیاورغول شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ