Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایف اې او: روانه اونۍ به د هیواد په سوېل‌ختیځو سیمو کې سېلابونه را ووځي.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

ایف اې او: روانه اونۍ به د هیواد په سوېل‌ختیځو سیمو کې سېلابونه را ووځي.

ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف اې او) پر اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې روانه اونۍ د هیواد په ځینو سوېل‌ختیځو سیمو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

 یاد سازمان ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له راوتلو اندېښمن دی او زیانمنو ته د مرستو لپاره چمتووالی لري.

 یاد سازمان زیاتوي، چې د خوړو او کرنې سازمان د ملګرو ملتونو له نورو اړوندو بنسټونو سره په ګډه د افغانستان په ختیځ کې د احتمالي سېلابونو له کبله رامنځته کېدونکي زیانونه ارزوي. 

د نوموړي سازمان په خبره، وروستیو سېلابونو پام وړ زیانونه اړولي او د ځايي اوسېدونکو کرنیزې ځمکې یې اغېزمنې کړې دي.

مطالب

ایف اې او: روانه اونۍ به د هیواد
په سوېل‌ختیځو سیمو کې سېلابونه را ووځي

دا خبر نورو سره شریک کړئ