Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره؛ د هالنډ کمېټې سره د مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو.
۶ جوزا ۱۴۰۴

د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره؛ د هالنډ کمېټې سره د مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له رییس فریدون شیرالله سره کتلي دي. 

په دې کتنه کې ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې د همکاریو هرکلی یې کړی او ویلي یې دي؛ موږ د موسساتو سره د همکارۍ په لټه کې یو، ترڅو هغوی ته د لا ښه فعالیت زمینه برابره کړو.

 د هالنډ کمېټې رییس د دې ادارې د چټک کاري بهیر ستاینه کړې او د یادې کمېټې په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي. نوموړي ویلي، یاده کمېټه په ۳۰ ولایتونو کې فعالیت کوي او کوښښ کوي چې اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي. 

د یادونې وړ ده، چې په دې کتنه کې د ۳۱۴ زره او ۲۸۸ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک هم لاسلیک شوی دی.

 د دې هوکړه لیک له لارې به د غور ولایت په چار سده، دولینه او شهرک ولسوالیو کې د دوه زره او ۹۵۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې هم وشي.

مطالب

د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره
د هالنډ کمېټې سره د مرستې هوکړه لیک لاسلیک شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ