د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه د ایران لهخوا په دغه هېواد کې د امریکا پر «العدید» هوایي اډې د توغندیزو بریدونو له امله یې په دوحه کې د ایران سفیر علي صالح ابادي احضار کړی دی.
د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دغه بریدونه د قطر هوایي حریم، ملي حاکمیت، نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور نقض ګڼل کېږي. قطر ویلي، چې د نړیوالو اصولو له مخې د مناسبه غبرګون حق له ځان سره خوندي ساتي.
په بهرنیو چارو کې د قطر دولت وزیر سلطان بن سعد المریخي سلطان بن سعد المریخي د ایران سفیر ته ویلي، دا بریدونه د نیکګاونډیتوب او د دوهاړخیزو اړیکو له اصولو سره په ښکاره ټکر کې دي.
قطر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د ستونزو یوازینۍ حللاره باید د خبرو له لارې ولټول شي.