هېواد کې د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکو لېږد بهیر روان دی.
د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې صنعت
او سوداګرۍ وزارت ته د ځمکې د لېږد بهیر دوام لري. د دغه وزارت ویاند
مصباح الدین مستعین ویلي، د سرپرست حکومت د مشر د فرمان لمخې په هر ولایت
کې د صنعتي پارکونو لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې کیږي. بلخوا، د صنعت او
سوداګرۍ وزارت وایي چې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره په ټول هېواد کې ۱۶۰
زره جریب ځمکه ځانګړې شوې ده. د دغه وزارت ویاند له پانګوالو او سوداګرو
غواړي ځمکې وپېري او د افغانستان د پرمختګ لپاره پانګونه وکړي. د کانونو او
صنایعو خونه د ځمکې وېش او د انرژۍ برابرېدل د صنعتکارانو لپاره بنسټيزې
اړیتاوې ګڼي او ټینګار کوي چې باید ژر تر ژره د ځمکې د وېش بهیر پیل شي.