Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند؛ سږ کال په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی.
۱۱ ثور ۱۴۰۴

هلمند؛ سږ کال په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی.

د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې روان کال په دغه ولایت کې په شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

 د مسوولینو په خبره په مرکز لښکرګاه ښار کې یې د شري ناروغانو لپاره یو ځانګړي روغتون هم پرانستی دی .

 په هلمند کې د شري ناروغي په بې ساري ډول زیاته شوې ده چې په دغه ورستیوکې په دې ولایت په سلګونه تنه د شري په ناروغۍ اخته شوي دي.

 د هلمند د عامې رو غتیا ریاست د عامه اړیکو مسوول میرولي راحل رسنیو ته که څه هم دقیقه شمېره نه په ډاکه کړې، چې د شري په ناروغۍ څومره کسان اخته شوي ، خو زیاتوي چې د نورو کلونو په پرتله سږکال کال په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ د پام وړ زیاته شوې ده.

مطالب

هلمند؛ سږ کال په شري ناروغۍ
د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ