پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۷۲ فلسطینیان وژل شوي.
پر غزې د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۷۲ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د راپورونو پر اساس، دغو فلسطینیانو ته تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې بېلا بېلو سیمو کې د اسراییل هوايي او ځمکنیو بریدونو پرمهال مرګژوبله اوښتې.
الجزیرې خبري شبکې نن (جمعه، سرطان ۶مه) د غزې د دولتي رسنیو دفتر په خبره راپور ورکړی چې تېره یوه میاشت کې ۵۴۹ قحطۍ ځپلي فلسطینیان د بشري مرستو وېش مرکزونو کې وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې ۵۶ زره او ۲۵۹ فلسطیینان وژل شوي او ۱۳۲ زره او ۴۵۸ نور ټپیان دي.