Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت؛ هند سره سوداګریزې اړیکې پراخېږي.
۱۱ حمل ۱۴۰۴

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت؛ هند سره سوداګریزې اړیکې پراخېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت خبر ورکړی، چې له هند سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.
 د یاد وزارت چارواکي وایي، چې دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې ۶۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره یې ګړنديګامونه پورته کړي او غواړي د چابهار بندر په کارولو سره د افغانستان او هند ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې شي.
 د دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندزاده زیاتوي، چې هند هم له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخولو ته لېواله دی او کابل په دې برخه کې له چابهار بندر څخه په ګټې اخیستو اقدام کړی او له هند سره د ویزو په اړه هم خبرې روانې دي.

مطالب

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت
هند سره سوداګریزې اړیکې پراخېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ