د کورنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر سراجالدین حقاني د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره د امنیتي وضعیت او له نشهيي توکو سره د مبارزې په تړاو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې حقاني په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو او زندانیانو سره د ښه چلند غوښتنه کړې او هغوی ته یې د اسانتیاوو په برابرولو کولو ټينګار کړی دی.
دغه راز، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د امنیت او له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې پر دوه اړخیزې همکارۍ ټینګار کړی دی. هغه ژمنه کړې چې د سوداګرو او عامو وګړو لپاره به اسانتیاوې برابرې کړي او د ستونزو د حل لپاره به ګډ اقدامات ترسره شي.