Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ډنمارک سره صلیب استازو: ۸۰۰ سېلاب‌ځپلو افغان کورنیو ته به اړینې مرستې ورسوي.
۳۱ ثور ۱۴۰۴

د ډنمارک سره صلیب استازو: ۸۰۰ سېلاب‌ځپلو افغان کورنیو ته به اړینې مرستې ورسوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب‌الدین دلاور د ډنمارکي سره صلیب له مسوول او د دغه بنست د رواني ناروغیو د څانګې له مسوولې سره د سېلاب‌ځپلو او راستنېدونکو کورنیو د ستونزو د حل په موخه کتنه کړې ده. 

د سرچینې د مالوماتو له مخې دلاور له محمد الشمع او مېرمن نیوس سره د سې شنبې په ورځ په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو او همداراز د اړمنو راستنېدونکو کورنیو د ستونزو په اړه خبرې کړې. 

په دې کتنه کې د ډنمارک د سره صلیب استازو ژمنه کړې، چې ۸۰۰ سېلاب‌ځپلو کورنیو ته به اړینې مرستې ورسوي. د افغاني سرې میاشتې په وینا، شهاب‌الدین دلاور د دې مرستندویې ادارې له ډنمارکي استازو وغوښتل، چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته پراختیا ورکړي، په تېره بیا له هغو کسانو سره چې د طبیعي پېښو له امله یې خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړې دي.

 ډنمارکي استازو ویلي چې بېرته راستنېدونکو اړمنو کورنیو ته به نغدي مرستې هم ووېشي.

مطالب

د ډنمارک سره صلیب استازو
۸۰۰ سېلاب‌ځپلو افغان کورنیو ته به اړینې مرستې ورسوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ