Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییلیان نتن‌یاهو ته: د شپې څنګه خوب درځي.
۴ جوزا ۱۴۰۴

اسراییلیان نتن‌یاهو ته: د شپې څنګه خوب درځي.



له حماس سره د برمته شویو کورنیو غړیو د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو پر حکومت نیوکې کړي او د برمته شویو د خوشې کولو په اړه د نتن‌یاهو د تګ‌لارو پر ضد اعتراضونه پراخ شوي دي.

غزه کې د اسراییلي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو پراخېدو سره د یادو کورنیو د نیول شویو غړیو ژوند هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

اعتراض‌کوونکو پرون شنبه، د اسراییلو تل‌ابیب، بیت‌المقدس او نورو ښارونو کې پراخ لاریونونه کړي او پر حکومت یې، تور پورې کړی چې د برمته شویو د خوشې کولو پرځای یې، جګړې ته لومړیتوب ورکړی دی.

یوې اعتراض کوونکې عیناو زنګو‌کر چې زوی یې، ماتان زنګوکر له حماس سره بندي دی، وویل: «ښاغلی لومړی وزیره! ماته ووایه چې د شپې څنګه ویده کېږې او سهار څنګه له خوبه پاڅېږې؟ څنګه هنداره کې ګورې، داسې حال کې چې تاسو باید ۵۸ برمته شوي خوشې کړئ.»

د نتانیاهو له‌خوا د اسراییلو د کورني استخباراتي ادارې، شین بیت، د راتلونکي مشر په توګه د تورن جنرال ډیویډ زیني له ټاکل کېدو وروسته، د برمته کسانو د کورنیو ترمنځ د غوسې زیاتېدل په دې وروستیو ورځو کې نوره زیاته شوې ده.

د راپورونو له مخې، زیني د غزې پر وړاندې د اسراییلو د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هر ډول معاملې سره مخالفت څرګند کړی او د اسراییلو د پوځي غونډو پرمهال یې، خپلو همکارانو ته ویلي: «زه د یرغمل شویو کسانو د معاملې مخالفت کوم. دا د تل لپاره جګړه ده.»

اعتراض‌کوونکي د نوموړي د څرګندونو له کبله سخت غوسه شوي او پر اعتراضونو یې، لاسه پورې کړی دی.

مطالب

اسراییلیان نتن‌یاهو ته
د شپې څنګه خوب درځي

دا خبر نورو سره شریک کړئ