Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ګوټریش: د امریکا د مالي مرستو کمېدل به د زیان‌منونکو خلکو لپاره ویجاړوونکې وي.
۱۲ حوت ۱۴۰۳

ګوټریش: د امریکا د مالي مرستو کمېدل به د زیان‌منونکو خلکو لپاره ویجاړوونکې وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ویلي، چې د افغانستان د خلکو لپاره د امریکا د مالي مرستو کمښت به ښې پایلې ونه لري. ګوترش وایي، د امریکا د مالي مرستو کمېدل به په افغانستان کې له ۹ مېلیونو څخه زیات خلک له روغتیايي او ملاتړو خدمتونو بې‌برخې کړي او دا پرېکړه به د سلګونو ګرځنده روغتیايي ډلو او نورو اړینو خدمتونو د ځنډېدو لامل شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې اړه ویلي، چې د دې پریکړې پایلې به د نړۍ په کچه د زیان‌منونکو خلکو لپاره ویجاړوونکې وي. په افغانستان کې به له ۹ مېلیونه زیات خلک له روغتیایي او ملاتړو خدمتونو بې‌برخې شي، او سلګونه ګرځنده روغتیايي ډلې او نور خدمتونه به ودرېږي. بلخوا، د اقتصاد وزارت هم مني، چې په هیواد کې د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو فعالیتونه کم شوي؛ خو ټینګار یې کړی، چې بشري مرستې باید سیاسي نه‌‌شي.

مطالب

ګوټریش
د امریکا د مالي مرستو کمېدل
به د زیان‌منونکو خلکو لپاره ویجاړوونکې وي

دا خبر نورو سره شریک کړئ