Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کاپیسا او پنجشېر کې سېلابونه؛ یو کس مړ او کروندګرو ته زیان اوښتی.
۲۳ سرطان ۱۴۰۴

کاپیسا او پنجشېر کې سېلابونه؛ یو کس مړ او کروندګرو ته زیان اوښتی.

په کاپیسا او پنجشېر کې د اورښونو له امله راوتلیو سېلابونو پرمهال یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ‌ مالي زیانونه یې، اړولي دي.

د کاپیسا د نجراب ولسوال عطالله نعمت وايي چې د یادې ولسوالي په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې، یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سېلابونه پرون یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه راوتلي دي. د نوموړي په وینا، د نجراب ولسوالي د ویشار کلي ۲۲کلنه شفیقه د سېلاب له امله مړه شوې ده.

بل‌خوا د پنجشېر په رخه ولسوالي کې د سختو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې په پایله کې یې، څو کورونه ویجاړ شوي او کروندګرو ته هم زیان اوښتی دی.

د پنجشېر د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محب‌الله جاهد وايي چې یاده ولسوالي کې سېلابونو درې کورونه ویجاړ کړي او اووه نور کورونه په نیمه توګه ویجاړ شوي دي.

د جاهد په وینا، د سېلابونو له امله دوه هټۍ، یو ښوونځی، لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه، د اوبو شپږ کانالونه او د اوبو رسولو دوه شبکې ویجاړ شوې دي.

مطالب

کاپیسا او پنجشېر کې سېلابونه
یو کس مړ او کروندګرو ته زیان اوښتی

دا خبر نورو سره شریک کړئ