د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د پشه درې کلي د ښوونځي ودانۍ د بیا رغولو چارې بشپړې شوې دي.
د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي حیاتالله محسن رسنیو ته ویلي چې د د دغه ښوونځي ودانۍ د ډاکار موسسې په مالي ملاتړ د ۱۲ زره امریکايي ډالرو په لګښت بیارغول شوې ده.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې پروژې په بشپړېدو خوښي ښودلې او له سیمه ییزو مسوولینوو یې د ورته ډېرو رغنیزو پروژو د پلې کېدو غوښتنه کړې ده.