Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن پنجاب کنګز له لکناو سوپر جاینټز سره سیالي کوي.
۱۲ حمل ۱۴۰۴

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن پنجاب کنګز له لکناو سوپر جاینټز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې د هند کرېکټ غوره لیګ کې نن پنجاب کنګز له لکناو سوپر جاینټز سره سیالي وکړي.

یاده سیالي به نن ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واجپای اکانا کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

پنجاب کنګز کې افغان لوبغاړی عظمت‌الله عمرزی هم لوبېږي او روان لیګ کې یې، خپله لومړۍ لوبه ګټلې ده.

دوی خپله لومړۍ لوبه له ګجرات ټایټنز څخه وګټله چې هلته بیا دوه افغان لوبغاړي راشدخان او کریم جنت هم لوبېږي.

لکناو سوپر جاینټز لوبډلې چې روان لیګ لپاره یې، تر ټولو په لوړه بیه لوبغاړی هم پېرلی دی، خپله لومړۍ لوبه بایللې او دویمه کې یې، بریا خپله کړې ده.

یاده لوبډله به نن هڅه وکړي چې روان لیګ کې خپله درېیمه بریا هم ترلاسه کړي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ له ۲۰۲۲کال راهیسې په دغه لیګ کې څلور لوبې شوي چې درې، لکناو ګټلي او یوه بیا پنجاب خپله کړې ده.

د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې بیا ممبی انډییز په اتو وېکټو کلکته نایټ‌رایډرز ته ماته ورکړه.

مطالب

ای‌پي‌اېل لیګ کې نن پنجاب کنګز
له لکناو سوپر جاینټز سره سیالي کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ