Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د نتن‌یاهو څرګندونو ته غبرګون؛ ا.ا: د فلسطینیانو له حقونو سرغړونه ده.
۲۲ دلو ۱۴۰۳

د نتن‌یاهو څرګندونو ته غبرګون؛ ا.ا: د فلسطینیانو له حقونو سرغړونه ده.

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو لومړي وزیر هغو څرګندونو ته چې فلسطین دې په سعودي عربستان کې جوړ شي، کلک غبرګون ښودلی دی.

یاد وزارت نن دوشنبه، سلواغې ۲۲مه په یوې خبرپاڼه کې د نتن‌یاهو څرګندونې  منل شویو نړیوالو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې.

یاد وزارت لیکلي: «د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د اسراييلي اشغالگر رژيم د مشر بنيامين نتنياهو له لوري د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو انکار او پر دې ټینگار چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان پر قلمرو خپل دولت جوړ کړي، په کلکو ټکو غندي.»

خبرپاڼه کې همداراز ټينګار شوی چې تر هغو چې په فلسطین کې د خلکو حقوق نقض کېږي، غزه او سیمه به نارامه وي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو څو ورځې وړاندې له یوې رسنۍ سره د مرکې پرمهال وویل چې سعودي عربستان تشه ځمکه لري او کولای شي، هلته فلسطین جوړ کړي.

د نوموړي دغه څرګندونې د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ د ګڼو هېوادونو له لوري غندل شوي دي.

مطالب

د نتن‌یاهو څرګندونو ته غبرګون
د فلسطینیانو له حقونو سرغړونه ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ