Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

محمد نعیم: اذربایجان سره اړیکې باید لا پراخې شي.
۱۲ سرطان ۱۴۰۴

محمد نعیم: اذربایجان سره اړیکې باید لا پراخې شي.



د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال محمد نعیم اذربایجان ته د سفر پرمهال هغه هېواد سره د اړیکو د لا پراختیا او پیاوړتیا غوښتنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت نن (پنجشنبه، سرطان ۱۲) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت اداري او مالي مرستیال محمد نعیم د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ګډ سفر په لړ کې، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ښاغلي النور محمدوف سره لیدلي.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه‌ اړخیزو همکاریو ترڅنګ، پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث کړی.

محمد نعیم د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي بللي او ویلي، د متقابلو ګټو پر بنسټ باید دا اړیکې لا پراخې او پیاوړې شي.

دواړو خواوو همدارنګه د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال افغانستان کې د امنیت ټینګښت، د مخدره توکو پر ضد مبارزه او د اداري فساد له‌منځه وړلو هڅې ستایلي او ویلي، اذربایجان اسلامي امارت سره اړیکو ته ځانګړی ارزښت ورکوي.

مطالب

محمد نعیم: اذربایجان سره
اړیکې باید لا پراخې شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ