Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اروپايي ټولنې فلسطین سره د مرستې لپاره ۱.۶ میلیارده یورو ځانګړې کړي.
۲۶ حمل ۱۴۰۴

اروپايي ټولنې فلسطین سره د مرستې لپاره ۱.۶ میلیارده یورو ځانګړې کړي.



اروپايي ټولنې فلسطینیانو سره د مرستې په موخه د دریو کلونو لپاره د ۱.۶ میلیارد یورو په ارزښت د مالي ملاتړ نوې بسته اعلان کړه.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس پر “ایکسپاڼه” یوه پیغام کې لیکلي: «موږ فلسطینیانو سره خپل ملاتړ پیاوړی کوو. دغه ۱.۶ میلیارد یورو به تر ۲۰۲۷ کال پورې لویدیځه غاړه او غزه کې د وضعیت په ثبات کې مرسته وکړي.»

اروپايي ټولنې ویلي چې ۶۲۰ میلیون یورو د فلسطیني د کورواکه ادارې د ملاتړ او اصلاحاتو لپاره، ۵۷۶ میلیون یورو د لویدیځې غاړې او غزې د بیارغونې لپاره او ۴۰۰ میلیون یورو د پور په توګه ځانګړي شوي دي.

د فلسطین کورواکه ادارې د اروپايي ټولنې له دغو مرستو او پور څخه هرکلی کړی او هیله څرګنده کړې چې د سختو انساني شرایطو او مخ پر زیاتېدونکو ننګونو پر وړاندې د خپلو ملي بنسټونو د پیاوړي کولو لپاره ترې ګټه واخلي.

ویل شوي چې تېرو ۱۲ کلونو کې د فلسطین د کورواکه ادارې له تشکیلاتو د اروپايي ټولنې ملاتړ په اوسط ډول ۴۰۰ میلیون یورو ته رسیږي.

دغه څرګندونې لوګزامبورګ کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو او د فلسطین د لوړپوړو چارواکو په ځانګړې توګه د لومړي وزیر محمد مصطفی ترمنځ «په لوړه سطحه د لومړۍ سیاسي خبرو» په درشل کې مطرح شوي دي.

مطالب

اروپايي ټولنې فلسطین سره
د مرستې لپاره
لپاره ۱.۶ میلیارده یورو ځانګړې کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ