لوګر کې په ۲۵ جریبه ځمکه د چنارو نمایشي قطعې جوړیږي.
د لوګر کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې د چنارو دغه نمایشي فارمونه د دې ولایت د مرکز په ګډون برکی برک، محمدآغې، خروار، څرخ او خوښۍ ولسوالیو کې جوړیږي، چې نږدې ۷۵۰ زره افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د لوګر کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي حبیبالرحمن پيرآقا وویل: د چنارو یاد نمایشي قطعې د کرنې او مالدارۍ وزارت په مالي ملاتړ جوړیږي. نوموړی زیاتوي، چې د نمایشي قطعې د جوړولو په موخه هر بزګر ته، ۱۳۳۰ ریښه لرونکي نیالګي، د بڼوالي اړین وسایل او درمل (دواه پاشی پمپ، ښاخ بورۍ قیچي، بیل) ووېشل شوې.
ورته مهال د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور د هوا ککړتيا د مخنيوي په برخه کې د نيالګيو کېنول خورا اغیزمن کار وباله او زياته يې کړه، چې د دغو چنارونو په کېنولو سره به چاپیر یال ته زیاته ښکلا ور په برخه شي.
د ویلو وړ ده، چې د چنار ریښه لرونکي نیالګي د ولایت په کچه ۲۵ تنو بزګرانو ته و وېشل شوې، چې په هر جریب ځمکه کې به ۱۳۳۰ قلمه نیالګي کینول شي.