رویټرز راپور ورکړی، چې د مکسیکو د ګواناجواتو ایالت په ایراپواټو ښار کې د ډزو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د راپور له مخې د مکسیکو ولسمشرې کلاډیا شینباوم د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې په قربانیانو کې ماشومان هم شامل دي.
نوموړې ویلي، چې د پېښې په تړاو د اړوندو ادارو څېړنې روانې دي.