Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د امریکا لاس‌انجلس کې د اعتراضونو دوام؛ د ناارامیو لمن نورو ایالتونو ته غځېدلې.
۲۰ جوزا ۱۴۰۴

د امریکا لاس‌انجلس کې د اعتراضونو دوام؛ د ناارامیو لمن نورو ایالتونو ته غځېدلې.



له غیرقانوني کډوالۍ سره د مقابلې لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اقدامونو پر ضد لاس‌انجلس کې اعتراضونه د څلورمې ورځې لپاره هم دوام لري.

د راپورونو پر اساس، دغه لاریونونه نن (سه‌شنبه، جوزا ۲۰) تګزاس، پنسلوانیا او ماساچوست ایالتونو ته غځېدلي.

دغو ایالتونو کې زرګونه کسان د لاس انجلس د لاریونونو پر ملاتړ لارو او کوڅو ته وتلي او موټرونو ته یې اور اچولی دی.

خو پولیس بریالي شوي چې دغه اعتراضونه د غیرقانوني کډوالو د ساتلو مرکزونو له شاوخوا څخه لرې وساتي.

امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې د کالیفرونیا ایالت تر ټولو ستر ښار لاس‌انجلس کې شاوخوا ۷۰۰ سمندري ځواکونه مېشت شوي.

ورته وخت کې د لاس‌انجلس پولیسو مشر جیم مک‌ډانل یوه بیانیه کې ویلي چې له همغږۍ پرته د وسله‌والو سمندري ځواکونو استقرار د پولیس ځواکونو لپاره چې د ښار د امنیت تامینولو مسوولیت په غاړه لري، یوه لویه عملیاتي او لوجیستکي ننګونه ده.

اخوا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا خبرداری ورکړی که اړتیا شي د حالت کابو کولو لپاره به ملي ګارډ وکاروي.

د یادونې ده چې د امریکا کالیفورنیا ایالت کې د ټرمپ کډوالۍ تګلارې په وړاندې لاریونونه څلور ورځې وړاندې پیل شول او لاهم روان دي.

مطالب

د امریکا لاس‌انجلس کې د اعتراضونو دوام
د ناارامیو لمن نورو ایالتونو ته غځېدلې

دا خبر نورو سره شریک کړئ