Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې څه باندې ۱۴۰۰ تنو فرضي حج ته نومونه ثبت کړي.
۹ دلو ۱۴۰۳

لوګر کې څه باندې ۱۴۰۰ تنو فرضي حج ته نومونه ثبت کړي.

د لوګر ارشاد حج اوقافو چارو ریاست مسؤلین وایي، چې د راتلونکي کال کې د حج، فریضې ادا کولو په موخه ١٤١٧ تنو  نوم لیکنه کړې  ده.
د ارشاد حج اوقافو چارو ریاست د مطبوعاتو مسؤل محمد حسن عظیمي وایي؛ چې د راتلونکي کال د فرضي حج ادا کولو په موخه ١٤١٧ تنو نوم لیکنه کړې ده، چې له جملې یې ١٢٩١ عام هېوادوال او ١٢٦ تنه مجاهدین دي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه؛ چې د یادو کسانو له ډلې د مجاهدینو په شمول ١٤٥  تنه د سږ کال له سهمې څخه او پاتې ٣٦٤ تنه نور کسان د ١٣٩٥ کال د منتظرینو له جملې به د حج د فریضې ادا کولو په موخه سفر وکړي، چې ټولټال، ٥٠٩ تنه کیږي.
د ویلو وړ ده؛ چې د حج ادا کولو په موخه نوم لیکنه د مرغومي له ٢٩ نیټې څخه پیل او تېره ورځ د سلواغې په اتمې نیټې پای ته رسېدلې.

مطالب

لوګر
د لوګر ارشاد حج اوقافو چارو ریاست
د حج، فریضې ادا کول

دا خبر نورو سره شریک کړئ