Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ویتنام کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۷ کسان مړه شوي.
۲۹ سرطان ۱۴۰۴

ویتنام کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ۳۷ کسان مړه شوي.



په ویتنام هېواد کې د خراب موسم له امله د سېلانیانو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې ۳۷ کسانو ژوند بایللی.

د راپورونو پر اساس، په ډوبه شوې کښتۍ «ونډر سي» کې د عملې د ۵ غړو په ګډون ۵۳ کسان سپاره وو چې ۳۷ یې مړه، ۱۱ ژغورل شوي او ۵ کسان لا هم نادرکه دي.

دغه پېښه تېره ورځ (شنبه، سرطان ۲۸) د ویتنام شمال ته په مشهوره سیاحتي سیمه «هالونګ» خلیج کې شوې.

د راپورونو پر بنسټ، په کښتۍ کې سپاره زیاتره کسان د ویتنام اوسیدونکي وو او له پلازمینې هانوي څخه د سیاحت لپاره تللي وو.

همدارنگه ویل شوي چې ۲۰ ماشومان هم کښتۍ کې سپاره وو.

د ویتنام لومړي وزیر فام مین چین د قربانیانو کورنیو سره غمشریکي ښوولې او لارښوونه یې کړې چې د پېښې لامل په جدي توګه وڅېړل شي او هر ډول احتمالي سرغړونې سره جدي چلند وشي.

مطالب

ویتنام کې د کښتۍ ډوبېدو
له امله ۳۷ کسان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ