Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند کې د طبیعي کبانو د ښکار په تور یو کس نیول شوی.
۲۸ حوت ۱۴۰۳

هلمند کې د طبیعي کبانو د ښکار په تور یو کس نیول شوی.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض رسنیو ته وايي چې د کرنې ریاست د عامه پوهاوي سربېره، دغه ولایت کې د طبیعي کبانو ښکار په تور یو کس نیولی شوی دی.

نوموړي دا نه‌دي ویلي چې دغه کس څه وخته او د لښکرګاه ښار کومه سیمه کې کبان نیول.

د ریاض په وینا، د طبیعي کبانو د ښکار مخنیوي لپاره هڅې لاهم روانې دي او د کبانو خرڅوونکو ته هم سپارښتنه شوې چې د قانوني عواقبو د مخنیوي لپاره د طبیعي کبانو له ښکار ډډه وکړي.

هلمند کې د طبیعي کبانو د نسل ساتنې لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري پر کب نیولو بندیز لګول شوی چې له امله یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د عمومي سیندونو او کانالونو څارنه دوام لري.

له دې وړاندې هم د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د کب نیولو پر ضد د عامه پوهاوي کمپاینونه شوي، خو چارواکي وایي، لاهم ځینې کسان دا اصول نه مراعتوي.

مطالب

هلمند کې د طبیعي
کبانو د ښکار په
په تور یو کس نیول شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ