Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مودي خپلو ځواکونو ته: پاکستان کې مو بریدونه د ستایلو دي.
۱۷ ثور ۱۴۰۴

مودي خپلو ځواکونو ته: پاکستان کې مو بریدونه د ستایلو دي.



پر پاکستان د هند له بریدونو وروسته، لومړي وزیر نریندرا مودي نن چهارشنبه د کابینې غونډه کې د خپلو وسله‌والو ځواکونو ستاینه کړې چې پاکستان کې یې د ترهګرو په کمپونو بریالي هدفمند بریدونه ترسره کړي دي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د کابینې غونډې ته د دفاع وزیر راج ناتھ سینګ د “سندور” عملیاتو په اړه مالومات ورکړل.

د راپورونو پر اساس، د هند ټولې کابینې د میزونو او چک چکو په وهلو سره د هندي پوځ د دې اقدام ستاینه کړې ده.

هند نن چهارشنبه سهار وختي د پاکستان پر بېلابېلو سیمو توغندیز بریدونه کړي چې لسګونه کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې ده.

مطالب

مودي خپلو ځواکونو ته
پاکستان کې مو بریدونه د ستایلو دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ