Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پیټ هېګسېټ: که له ایران سره خبرې بې‌پایلې شوې، بدیل ګامونه به واخلو.
۲۵ حمل ۱۴۰۴

پیټ هېګسېټ: که له ایران سره خبرې بې‌پایلې شوې، بدیل ګامونه به واخلو.

د امریکا دفاع وزیر له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې بې پایلې وي، نو نورې لارې هم شته دي.

 پیټ هېګسېټ دغه راز هیله څرګنده کړه، چې پوځي اقدام ته اړتیا ونه لیدل شي.

 هغه ویلي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمن دی چې د ایران د اټومي وسلو مخه به ونیسي. یاد امریکایي چارواکي د یمن د حوثیانو پر وړاندې د دغه هېواد د اقداماتو او پراخو عملیاتو د وړتیاوو یادونه وکړه او ویې ویل: “موږ نه غواړو له دې وړتیا ګټه واخلو، خو که اړتیا پېښه شي، نو د ایران د اټومي بم ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره به ترې کار واخلو.” دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا ویلي، چې له ایران سره روانې خبرې په ښه ډول پرمخ روانې دي.

مطالب

پیټ هېګسېټ
که له ایران سره خبرې بې‌پایلې شوې
بدیل ګامونه به واخلو

دا خبر نورو سره شریک کړئ