Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان او هند د ۸۹۰ میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې.
۹ ثور ۱۴۰۴

افغانستان او هند د ۸۹۰ میلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې.



د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن (سه‌شنبه، ثور ۹) رسنیو ته استولې ویډیو کې ویلي، تېر لمریز کال ۱۴۰۳ له هند سره د افغانستان سوداګري ۸۹۰ میلیون ډالرو ته لوړه شوې ده.

هغه وویل، دغه سوداګرۍ کې ۶۲۷ میلیون ډالر صادرات او ۲۶۳ میلیون ډالر واردات دي.

ده زیاته کړه چې هند ته د افغانستان د صادراتو ډېری توکي وچ اینځر، اینجه او د اینجې تخم، زعفران، ممیز، بادام او داسې نور دي.

هند د افغانستان د وچې میوې لپاره له مهمو صادراتي بازارونو څخه شمېرل کیږي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې چې پاکستان او هند ترمنځ د ننګونو له زیاتېدو وروسته، د دغه هېواد بازارونو کې د وچې میوې بیې لوړې شوي دي.

مطالب

افغانستان او هند
د ۸۹۰ میلیون ډالرو
په ارزښت راکړه ورکړه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ