Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جنوبي سوډان؛ د یوې الوتکې نسکوریدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي.
۱۱ دلو ۱۴۰۳

جنوبي سوډان؛ د یوې الوتکې نسکوریدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي.

اسوشیېټیډ پرېس خبري آژانس راپور ورکړی، چې په جنوبي سوډان کې د یوې الوتکې نسکوریدو پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي دي. په راپور کې ددې هېواد په تیلو د بډاۍ ایالت یونېټي د اطلاعاتو وزیر ګاتویچ بیپال له قوله ویل شوي، چې دا پېښه چهارشنبه په یوه لرې پرته سیمه کې رامنځ ته شوې ده. هغه ویلي، الوتکه هغه مهال راوغورځېده، چې د یونېټي ایالت له هوایي ډګره د جوبا نړیوال هوایي ډګر ته، چې د جنوبي سوډان پلازمېنه ده، روانه وه. تر اوسه دا نه ده معلومه چې د الوتکې د سقوط لامل څه و، او چارواکو د قربانیانو د هویت په اړه هم څه نه دي ویلي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د الوتکې ټوله سپرلۍ د تیلو د شرکت کارکوونکي وو.

مطالب

جنوبي سوډان
د یوې الوتکې نسکوریدو
پېښه کې ۱۸ کسان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ