Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي.
۲۸ حمل ۱۴۰۴

د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي.

له پولیو خلاص افغانستان په نامه یوه بنسټ خبر ورکړی، چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي. 

دغه کمپیان داسې مهال پیلېږي، چې د امریکا اين پي ار رسنۍ راپور ورکړی چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو وایرس د پراخوالي په حال کې دی. 

په دغه راپور کې دا هم راغلي، چې روان زېږدیز کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده. خو تېرکال بیا په افغانستان کې د پولیو ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. 

د روغتیا نړۍوال چارواکي اندېښنه لري، چې ښایي د امریکا د پرمختیایي ادارې د مرستو درېدو سره دغه شمېرې لا پسې زیاتې شي.

مطالب

د هیواد په بېلا بېلو سیمو کې
د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیلېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ