Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بېکدلي: افغانستان سره اقتصادي اړیکې لا پراخوو.
۲۸ دلو ۱۴۰۳

بېکدلي: افغانستان سره اقتصادي اړیکې لا پراخوو.

په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي فراه ولایت ته په سفر کې ویلي د ایران د حکومت پالیسي دا ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ ټولې لارې د خلکو د تګ راتګ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او د موټرو د تګ راتګ لپاره مناسبې لارې وي. بېکدلي همدارنګه ویلي، هڅه کوي چې، اقتصادي اړیکې ورځ په ورځ زیاتې کړي او دم‌ګړۍ په چابهار بندر کې د افغانستان د استازو د حضور لپاره کار کوي.

مطالب

بېکدلي
افغانستان سره
اقتصادي اړیکې لا پراخوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ