Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې د جلغوزیو ونو پرې‌کولو په تور پنځه کسان نيول شوي.
۲ حمل ۱۴۰۴

خوست کې د جلغوزیو ونو پرې‌کولو په تور پنځه کسان نيول شوي.

د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار وايي، د یاد ولایت د قلندر ولسوالي امنیتي منسوبینو هغه پنځه کسان نیولي چې د دې ولسوالي په جلا، جلا سیمو کې يې د شپې پرمهال ۴۷ د جلغوزیو ونې د برقي ماشین او تبرګیو په واسطه پرې کړې وې.

احرار وويل چې پرې شوې د جلغوزيو ونې حاصل ته رسيدلې وې. د نوموړي په وینا، يادې ونې د شخصي تربګنيو له امله پرې شوې دي.

د يادونې وړ ده چې په لويه پکتيا په ګڼو سيمو کې ځنګلونه د ښې ساتنې په موخه د کليو او قومونو ترمنځ وېشل شوي دي.


د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار زیاته کړه چې نیول شوي کسان به له دوسيو سره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

خوست کې له دې وړاندې هم د ځنګلونو د وهنې او پرې کولو په تور یوشمېر کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

مطالب

خوست کې د جلغوزیو ونو
پرې‌کولو په تور
پنځه کسان نيول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ