Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پروان؛ چاریکارو ښار کې د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې.
۱ جوزا ۱۴۰۴

پروان؛ چاریکارو ښار کې د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې.

د پروان ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په چاریکارو ښار کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې دي. 

د مسوولینو په خبره دغه شبکه د یونیسف په مالي ملاتړ او د خلکو په ۱۰ سلنه ونډې سره د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

 د یادونې وړده، چې په یاده پروژه کې د ۱۲۰ متره په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۰ متر مکعب په وړتیا د یوې زېرمې جوړول، د لمریزې برېښنا برابرول او د ۷.۸ کیلو مترو په اوږدوالي د پایپ لاینونو غځول شامل دي.

مطالب

پروان؛ چاریکارو ښار کې
د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ