د پوهنې وزارت: راستانه شوي زدهکوونکي تعلیمي بنسټونو کې جذبیږي.
د پوهنې وزارت ویلي چې د خپل دیني، وظیفوي او ملي مکلفیت له مخې، په پوره ژمنتیا سره له ایران او نورو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو د اولادونو د ښوونې او روزنې مسوولیت په غاړه اخلي.
د پوهنې وزارت په تعلیمي بنسټونو کې د راستانه شویو افغان زدهکوونکو د جذب په تړاو خبرپاڼه کې ویلي چې له ګاونډیو هېوادونو د راستنو شویو کورنیو ماشومان او زدهکوونکي به رسمي ښوونځیو، دارالعلومو، مدرسو او نورو خصوصي تعلیمي بنسټونو کې جذب شي.
خبرپاڼه کې راغلي، راستنېدونکي زدهکوونکي کولی شي له خنډ او ځنډ پرته، په یوه خوندي، باوقاره او اسلامي چاپېریال کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د پوهنې وزارت له راستنېدونکو کورنیو، مسوولانو، دیني علماوو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د دغه اسلامي او ملي مسؤولیت د بریالي ترسره کېدو لپاره دغه وزارت سره همکاري وکړي.