Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له پاکستانه یو ځل بیا د ٣ ټنه خوسا کچالو د لېږد مخه نیول شوې.
۳۱ حمل ۱۴۰۴

له پاکستانه یو ځل بیا د ٣ ټنه خوسا کچالو د لېږد مخه نیول شوې.



د خوست ولايت مقام تېره ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د غلام‌خان بندر د نباتي قرنطین مدیریت لخوا د ٣ ټنه بې‌کیفیته او خوسا شويو کچالو د واردېدو مخه ونیول شوه.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه خوسا شوي کچالو په ۳ ټېلرو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او له پاکستانه افغانستان ته راوړل کېدل چې له پلټنې، معاینې او چیک وروسته ضبط او په یو مناسب ځای کې یې تر خاورو لاندې کړل.

خبرپاڼه زياتوي چې په تېره يوه اونۍ کې دا درېيم ځل دی چې د ياد قرنطين کارکوونکي نږدې ١٠ ټنه خوسا شوي او بې‌کیفیته کچالو ضبطوي او په يو خوندي ځای کې یې تر خاورو لاندې کوي.

د خوست ولایت مقام له ټولو سوداګرو د باکیفیته محصولاتو واردولو هیله کړې، ترڅو هیوادوال له صحي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.

مطالب

له پاکستانه یو ځل بیا
د ٣ ټنه خوسا کچالو
د لېږد مخه نیول شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ