Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تخار کې د سرو زرو دوو کان‌کیندونکو ژوند بایللی.
۳ حمل ۱۴۰۴

تخار کې د سرو زرو دوو کان‌کیندونکو ژوند بایللی.



ځايي مسوولان وايي، تېره شپه د دغه ولایت د خواجه‌غار ولسوالي د «مینګ‌چقور» کلي «تاش‌کوتل» سیمه کې د سرو زرو دوه کان کیندونکي تر خاورو لاندې شوي او ژوند یې بایللی دی.

د تخار د امنیې قومنداني ویاند ذبیح‌الله حکیمي وویل، د امنیتي ځواکونو او د ولسي خلکو په همکارۍ یې د دغو کان‌کیندونکو جسدونه له خاورو لاندې را اېستي دي.

د هغه په وینا، د یادو کسانو جسدونه د هغوی کورونو ته سپارل شوي.

دا په داسې مهال دی چې له کلونو راهیسې تخار کې د سرو زرو کانونه په نامسلکي او خپل‌سرې توګه استخراجېږي او له همدې امله وخت ناوخت کان کیندونکي خپل ژوند له لاسه ورکړي.

مطالب

تخار کې د سرو زرو
دوو کان‌کیندونکو ژوند بایللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ