Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د برېښنا شرکت د اجرايي رییس په مشرۍ یو پلاوی ترکمنستان ته تللی.
۳۰ حوت ۱۴۰۳

د برېښنا شرکت د اجرايي رییس په مشرۍ یو پلاوی ترکمنستان ته تللی.

د افغانستان د برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د دغه شرکت د اجرايي رییس عبدالباري عمر په مشرۍ یو پلاوی ترکمنستان ته تللی دی. د افغانستان برېښنا شرکت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پلاوي د «سولې او اعتماد په نړیوالې ناستې» کې د ګډون لپاره ترکمنستان ته سفر کړی دی. د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د ۱۰۰ هېوادونو استازي د سیمه‌ییز اقتصاد د ودې، اوسپنې پټلۍ، انرژۍ او ګازو د لېږد په اړه خبري کوي. برېښنا شرکت زیاته کړې چې د دغه سفر په لړ کې به هیواد ته د انرژۍ د لیږد او د انرژۍ سیسټمونو د پیاوړتیا په اړه ځانګړې خبرې اترې وشي. عبدالباري عمر څو میاشتې مخکې هم د یو پلاوي په مشرۍ له ترکمنستان سره د برېښنا د لېږد قرارداد غځولو په موخه عشق‌اباد ته تللی و. د یادونې ده چې افغانستان خپله اړتیا وړ ډېره برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.

مطالب

د برېښنا شرکت
د اجرايي رییس په مشرۍ
یو پلاوی ترکمنستان ته تللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ