Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید؛ ۱۳پاکستاني پوځيان وژل شوي.
۷ سرطان ۱۴۰۴

شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید؛ ۱۳پاکستاني پوځيان وژل شوي.



پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې شمالي وزیرستان کې د ځانمرګي برید پرمهال ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

دغه ځانمرګی برید نن (شنبه، سرطان ۷مه) د شمالي وزیرستان د میرعلي «خدي» سیمه کې شوی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ ملکیان په کې ژوبل شوي هم دي.

د راپورونو پر اساس، د ګڼ شمېر ټپیانو وضعیت هم نازک ښوول شوی.

ویل شوي چې برید کوونکو لومړی په پاکستاني پوځیانو موټر بم برید کړی او وروسته یې وسله‌واله نښته هم کړې ده.

د پاکستان امنیتي سرچینو په خبره، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.

د برید مسوولیت اسود الحرب ډلې چې د حافظ ګل بهادر یوه فرعي څانګه ده، منلی.

دې وروستیو میاشتو کې شمالي وزیرستان کې دغه برید تر ټولو خونړی برید بلل شوی دی.

مطالب

شمالي وزیرستان کې ځانمرګی برید
۱۳پاکستاني پوځيان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ