Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اروپا د بشري مرستو څلورم فورم نن په بلجیم کې پيلیږي.
۲۹ ثور ۱۴۰۴

د اروپا د بشري مرستو څلورم فورم نن په بلجیم کې پيلیږي.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې دفتر ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال د اروپا بشري مرستو څلورم فورم نن په بلجیم کې پیلېږي. 

اروپایي ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد فورم به د اروپایي کمېسیون او پولنډ هېواد په ګډ کوربه‌توب ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مرستو دغه بشرپاله فورم به د پلازمېنې بروکسل ښار په «سکویر» نومې ځای کې جوړ شي. 

خبرپاڼه زیاتوي، چې د تېرو درېیو غونډو په څېر به دا ځل هم د یاد بشرپاله فورم غونډه د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو شورا له غونډې سره سم جوړ شي.

مطالب

د اروپا د بشري مرستو
څلورم فورم نن په بلجیم کې پيلیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ