Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان او ازبیکستان تر منځ ګډه سوداګریزه غونډه شوې.
۱۲ حوت ۱۴۰۳

د افغانستان او ازبیکستان تر منځ ګډه سوداګریزه غونډه شوې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د ازبیکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر لزیز قدرت‌اف په مشرۍ ترمذ کې ګډه غونډه ترسره شوه. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړېخبرپاڼه کې ویلي، چې په دغې غونډه کې د افغانستان بېلابېلو اقتصادي برخو کې د ازبیکستان پر پانګونې لکه د حیرتان بندر په ښارګوټي کې د اقتصادي – سوداګریزې مجتمع جوړول، د خوراکي توکو تولید او پروسس، د چرګانو پر روزنې، د درملو پر صنایع، د سمنټو پر تولید، ودانیزو توکو، بڼوالۍ (د پستې د بڼونو روزنه) په سمنګان، بلخ او کندوز کې د څه باندې ۲۰۰ مېلیون ډالرو په لومړي ارزښت، د سبزیو او مېوو پر پروسس خبرې اترې شوې دي.

مطالب

د افغانستان او ازبیکستان
تر منځ ګډه سوداګریزه
غونډه شوې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ