تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي موږ
ایران ته پوځي تجهیزات ورکړي، خو دا موضوع له اوسني کړکېچ سره تړاو نه لري
او د نړیوالو قوانینو خلاف هم نه ده.
پوتین دغه راز ویلي، چې نړۍ باید د
ایران او اسراییل ترمنځ د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره جدي هڅې وکړي.
د
ایران او اسرائیل ترمنځ جګړې سره هممهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ویلي، هېڅوک نه پوهېږي چې زه به څه وکړم.
د فوربس مجلې په خپاره کړي راپور
کې ویلي، ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی چې ایران ډېرې ننګونې لري او د اسلامي
جمهوریت چارواکي غواړي مذاکره وکړي.