Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۲۷۰ ټڼه د څارویو خوراکه تولید شوې.
۲۵ دلو ۱۴۰۳

لوګر کې ۲۷۰ ټڼه د څارویو خوراکه تولید شوې.

لوګر ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست له شته غذایي بانکونو څخه ۲۷۰ ټنه خواړه ترلاسه شوې دي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول عبدالبصیر شاهد زینت را‌ډیو ته وویل، د کرنې او مالدارۍ ریاست اړوند په مرکز او ولسوالیو کې د څارویو د خوړو د تولید نهه غذايي بانکونه شتون لري چې د یادو بانکونو له ادرسه ۲۷۰ ټنه د څارویو خواړه تولید کړي چې تر ډېره د څارویو لپاره مناسب خوراکي مواد برابر شوې دي.



نوموړي زیاته کړه، یاد غذايي بانکونه د سویډن کمېټې له لوري جوړ شوې چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته په‌کې د کارکولو زمینه برابره شوې ده.

هېره دې نه وي چې په دې ورستیو کي لوګر ولایت کې د لویو او وړو څارویو د ساتنې او پالنې برخې پرمختګ کړی دی.

مطالب

لوګر کې ۲۷۰ ټڼه
د څارویو خوراکه
تولید شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ