Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حوثیانو پر اسراییلو توغندیز برید کړی.
۱۲ ثور ۱۴۰۴

حوثیانو پر اسراییلو توغندیز برید کړی.

په یمن کې د حوثیانو ډله وايي چې د حیفا ښار ته نږدې یې، د اسراییلو پوځي اډه په توغندي وېشتلې ده.

د حوثیانو ویاند یحیی سرېع په یوې ټلوېزیوني بیانیه کې اعلان کړی چې د سوېل‌ختیځ حیفا ښار ته نږدې یې، د اسراییلو «رامات دیوید» پوځي اډې ته یې، بالېستیک توغندی، توغولی دی.

اسراییلو بیا ویلي چې له یمن توغول شوی توغندی یې، شنډ کړی دی. د دوی په وینا، دغه توغندی نن سهار ۵:۳۰ بجې د اسراییلو پر لوری  توغول شوی و.

حوثیانو له دې وړاندې هم له فلسطین د ملاتړ او پیوستون لپاره پر اسراییلو توغندیز بریدونه کړي دي.

یاده ډله وايي، پر اسراییلو به خپلو بریدونو ته تر هغو دوام ورکړي چې غزه کې یې، روانه جګړه نه‌وي درولي.

مطالب

حوثیانو
پر اسراییلو
توغندیز برید کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ