Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ایران پر هوايي ډګرونو د اسراییلو برید؛ ۱۵ الوتکې له‌منځه وړل شوي.
۲ سرطان ۱۴۰۴

د ایران پر هوايي ډګرونو د اسراییلو برید؛ ۱۵ الوتکې له‌منځه وړل شوي.

د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې یې، پر شپږو هوايي ډګرونو بریدونه کړي دي.

الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه، جون ۲۳مه، راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې د ایران د پوځ اړوند ۱۵ الوتکې او چورلکې له‌منځه وړل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې اسراییلو د مشهد، مهراباد او دزفول هوايي ډګرونه ویشتلي دي.

اسراییلو پر خپله‌ اېکس‌پاڼه لیکلي: «بریدونو د هوايي ډګرو د الوتکو د لیک‌ځغاستې، ځمکې لاندې بنکرونو، د تېلو ډکولو الوتکې او د ایران رژیم پورې اړوند F-14، F-5، او AH-1 الوتکو ته زیان رسولی دی.»

په ورته مهال د اسراییلو پوځ زیاته کړې: «هوایي ځواک له دې هوايي ډګرونو څخه د الوتنې پورته‌کېدو او د ایراني پوځ د هوايي ځواک عملیات یې، له ستونزو سره مخ کړي.»

بل‌خوا ایراني رسنیو ویلي چې پر دغه هېواد د اسراییلو له لوري ویشتل شوې ډرون یې، نسکوره کړې ده. دغه ډرون نن دوشنبه، د ایران په خرم‌اباد کې ویشتل شوې.

مطالب

د ایران پر هوايي ډګرونو د اسراییلو برید
۱۵ الوتکې له‌منځه وړل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ