Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یونیسف: تیرکال مو۱۱.۶میلیونو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړی.
۶ حمل ۱۴۰۴

یونیسف: تیرکال مو۱۱.۶میلیونو ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیق کړی.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې تېرکال په افغانستان کې څه باندې ۱۱.۶ میلیونو ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ترلاسه کړی دی. د یونیسف د دفتر رییس تاج‌الدین پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې تر اوسه په افغانستان کې له پولیو سره مبارزه پای ته رسېدلې نه ده. هغه ویلي چې له نړیوالو شریکانو سره یو ځای غواړي ډاډمن شي چې د پولیو پر وړاندې ټول ماشومان خوندي دي. د یادونې ده چې تېر کال په هیواد کې د پولیو ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. سږکال بیا یوازې په بادغیس کې د یوې مثبتې پېښې خبر وکړل شوی دی.

مطالب

یونیسف:
مو۱۱.۶میلیونو ماشومانو
ته د پولیو واکسین تطبیق کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ