په سعودي عربستان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون پنځه پاکستاني وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پېښه کې د ښځو په ګډون یوشمېر نور کسان ټپیان شوي هم دي. په مړو شویو کې درې مېرمنې او دوه نارینه دي.
د پاکستان جیونیوز راپور ورکړی چې دغه بس موټر د بدر له تاریخي سیمې د مدینې منورې پر لور روان و چې له بل موټر سره یې، ټکر کړی دی.
په راپور کې ویل شوي چې دغه کسان د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.