Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیکا کې هغه کسان نیول شوي چې ماشوم یې تر ډبرو لاندې کړی و.
۲۸ سرطان ۱۴۰۴

پکتیکا کې هغه کسان نیول شوي چې ماشوم یې تر ډبرو لاندې کړی و.

د پکتيکا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې هغه دوه کسان یې، نیولي چې یو ماشوم یې تر ډبرو لاندې کړی و.

د پکتیکا امنيه قومنداني څخه په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سروبي ولسوالي د امنیه قومنداني منسوبینو هغه دوه ماشومان نیولي چې یو درې کلن ماشوم یې، تر ډبرو لاندې کړی و.

خبرپاڼه زياتوي چې ياد ماشوم د کورنيو شخړو او جنجالونو له امله د «خپل تره لور او زوی» له‌خوا تر ډبرو لاندې شوی و.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ ياد درې کلن ماشوم په يوه غره کې تر ډبرو لاندې شوی و چې د ولسي خلکو په همکاري رایستل شوی او له هغه وروسته امنيتي ځواکونو له لوري د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی.

روغتیايي چارواکي وايي چې د دغه هلک وضعیت د ډاډ وړ دی.

مطالب

پکتیکا کې هغه کسان نیول شوي
چې ماشوم یې تر ډبرو لاندې کړی و

دا خبر نورو سره شریک کړئ