Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په تېرو ۲ میاشتو کې له پاکستانه تر ۲ لکو ډېر افغان کډوال راستانه شوي.
۲۱ جوزا ۱۴۰۴

په تېرو ۲ میاشتو کې له پاکستانه تر ۲ لکو ډېر افغان کډوال راستانه شوي.

بزنېس ریکاډر وېب‌پاڼه په یوه خپاره کړي راپور کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي، چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ نیټې راهیسې، تر ۲۰۰ زرو ډېر افغانان په خپله خوښه یا په جبري ډول له دغه هېواد نه افغانستان ته ستانه شوي دي. 

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې د تېرکال په اکټوبر کې د بې‌اسنادو کډوالو او د افغان تابعیت کارټ‌لرونکو د بېرته ستنېدو بهیر له پیل راهیسې تر ۱.۱ میلیون ډېر کډوال افغانستان ته تللي دي.

 د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغانانو په ګډون ټولو ناقانونه کډوالو ته یو ځل بیا خبرداری ورکړی، چې په خپله د پاکستان خاوره پرېږدي. 

په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوال د ناوړه اېستلو په تړاو راپورونه ورکول کېږي، خو د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې ستنېدونکو ته د خواړه او روغتیايي پاملرنې په ګډون اساسي خدمتونه چمتو شوي دي.

مطالب

په تېرو ۲ میاشتو کې له پاکستانه
تر ۲ لکو ډېر افغان کډوال راستانه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ