Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو ۸ شبکې جوړیږي.
۲۵ حوت ۱۴۰۳

ننګرهار کې د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو ۸ شبکې جوړیږي.

د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ځمکې د خړوبېدو په موخه د اوبو رسولو د اتو شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د یاد ولایت په کامې او بهسودو ولسوالیو کې د (یو. ان. ډي. پي) موسسې په مالي لګښت ځمکو ته د اوبو رسولو د اتو شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. سرچینې زیاته کړې، چې د اوبو هره شبکه د ۳۵ زره لېټرو اوبو د ساتلو ظرفیت لري، چې د لمریزو تختو په مرسته به د کانال څخه اوبه شبکو ته او له هغه ځایه به په منظم ډول ځمکو ته ووېشل شي، چې پرمټ به یې ۲۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.

مطالب

ننګرهار کې
د کرنیزو ځمکو
خړوبولو لپاره
د اوبو ۸ شبکې جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ