Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

زابل کې روان کال د شاوخوا څلور میلیارد افغانیو په لګښت پروژې پلې شوي.
۸ حوت ۱۴۰۳

زابل کې روان کال د شاوخوا څلور میلیارد افغانیو په لګښت پروژې پلې شوي.

د زابل محلي مسوولان وايي، روان ۱۴۰۳ کال کې دغه ولایت کې ۵۴ پراختیايي پروژې د سرپرست حکومت له کورنۍ بودیجې او ۵۹ نورې پروژې د بېلابېلو موسسو له لوري پلې شوي چې شاوخوا څلور میلیارد افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

چارواکي وايي، دغه پروژې د بیارغونې، روغتیا، کرنې، پوهنې او بېلابېلو برخو کې تطبیق شوي چې د خلکو د ژوند ښه‌والي لپاره ګټورې تمامې شوي.

سره له دې چې د زابل مسوولان وايي، د پرمختیايي پروژو په تطبیق سره د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راغلی، خو د دغه ولایت د ولسوالیو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د لا زیاتو خدماتو او کاري فرصتونو غوښتنه کوي.

د زابل د شنکۍ ولسوالي اوسېدونکی غمی وایي: «موږ د دولت او موسساتو له مرستو خوشحاله یو، خو اړتیا ده چې په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې هم د روغتیایي خدماتو، روغتونونو جوړولو، او سرکونو پخولو ته پاملرنه وشي.»

د زابل یوشمېر نور اوسېدونکي هم اندېښنه لري چې دا پروژې که څه هم لنډمهاله کارونه برابروي، خو دایمي کار نه‌شي رامنځته کولای.

د دوی په اند، د صنعتي پارکونو، فابریکو، او تولیدي کارخونو په جوړولو سره نه‌یوازې خلکو ته د اوږدمهاله کار زمینه برابریږي، بلکې ټولنه کې اقتصادي ثبات ته هم لاره هواروي.

د زابل یوه بل اوسېدونکي محمداغا وویل: «داسې پروژې چې دایمي کارونه رامنځ ته کړي، زموږ اړتیا ده. که خلک دوامداره کارونه ونه‌لري، اقتصادي ستونزې یې نه حلېږي.»

زابل یو له هغو وروسته پاتې ولایتونو بلل کېږي چې د تېرو دوو لسیزو پرمهال په کې ډېرې کمې پراختیايي او رغنیزې پروژې پلي شوي دي.

مطالب

زابل کې روان کال د شاوخوا
څلور میلیارد افغانیو په لګښت
پروژې پلې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ