Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیا کې د چاودنې له امله یو ماشوم مړ شوی او پنځه ټپیان دي.
۸ دلو ۱۴۰۳

پکتیا کې د چاودنې له امله یو ماشوم مړ شوی او پنځه ټپیان دي.

د هېواد سوېل‌ختیځ پکتیا کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي.

د پکتيا امنيه قومنداني مسوولانو په وینا، پېښه «يکشنبه، سلواغې اوومې» ناوخته د اريوب‌ځاځيو ولسوالي اړوند سیمه کې د راکېټ مرمۍ چاودنې له امله رامنځته شوې.

د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي چې ياده پېښه د اريوب ځاځي ولسوالي اړوند ګل‌غونډۍ سيمه کې شوې.

هغه دغه‌راز وويل چې يادو ماشومانو د راکېټ پر مرمۍ لوبې کولې چې چادونه یې، کړې او له امله يې يو ماشوم مړ او د يوې انجلۍ په ګډون، پنځه ماشومان ټپيان شوي دي.

ځدراڼ زياته کړه چې ټپيان د امنيتي ځواکونو په مرسته د پکتيا حوزوي روغتون ته انتقال شوي چې د درېوو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

منيب ځدراڼ وويل چې د يادو ماشومانو ټولو عمرونه د لسو کلونو په شاوخوا کې دي.

مطالب

پکتیا کې د چاودنې
د راکېټ مرمۍ چاودنې

دا خبر نورو سره شریک کړئ